زه که څه هم له ښې اوبدې سره داشنایۍ له مهاله ددغه سترانسان له نوم سره اشنا وم چې دیوه دینې عالم او ملاغوندې راته دلارښود په حیث ښکارېده خو کله مې چې له ادب او ادبیاتو سره مینه پیدا شوه نو استاد مې یو ځل بیا دعلم او عرفان د نړۍ دیوه ځلانده لمر په څېر حس کړ،له لمر نه که هرڅو موږ سترګې پټې کړو نو بیا هم زموږ سترګې رڼا کوې او روښنايي یې له مینځه نه ځي .ما دښوونځی په مهال له مطبوعاتو او مجلو سره مینه درلوده خو یوه ورځ مې چې  دښوونځي په کتابتون کې د(سپېدې ) مجلې ځینې ګڼې پیدا کړې ، پاڼې مې یې واړولې او په  ورځو ورځو ورسره بوخت وم په ځانګړې ډول (زموږ دمعیاري لیکنې یو جاج) او داروښاد امان الله ساهو خواږه او دازادۍ له شوره ډک یونلیکونه ماهغه وخت فکرکاوه اوپه دې بارو وم چې مجله یو ښه او مفکر لارښود چلوونکی  لري چې هغه له درانه استاد صمیم څخه پرته  بل څوک نه وو ، په پردی دیار کې دیوې دومره په تول پوره مجلې چې اصلا یو ښه ګټور کتاب ته ورته وه دعلم دپراخه خزانو استاد محمد اصف صمیم ، استاد حبیب الله رفیع ، استاد زرین انځور او درانه میرویس موج افغاني احساس او له ادب سره دمینې انعکاس وو.

      چې تر ننه یې افغاني ټولنه او پښتو ژبه ستايي او ماغوندې دادب زده کړیالان به یې ترمرګه منندوی وو ،استاد صمیم نه یوازې چې ددغه مجلې له پیاوړو څېړونکو ، هڅاندو او ځیرکو لیکوالو څخه وو بلکې دیوه ښه ویښ او مدبر مدیر چارې هم ښې سمبال کړې وې دپیاوړو لیکوالو لیکنې یې تر هېواد والو رسولې وې، مبتدي لیکوال یې هم وخت په وخت روزلي وو دهغوی لیکنې یې سمې کړې او په لنډ تنګ وخت کې یې تر مینه والوپه کره اومعیاري توګه رسولې وې .

دهجرت او جهاد په مهال څه چې اوس هم په پښتو کې څوک دداسې یوې ښکلې او معیاري مجلې بېلګې نه شي ورکولی چې هم معلوماتي ،څېرنیزه او لارښوده بڼه ولري او هم دڅېړونکو له پاره دیوه غوره ماخذ په توګه پاتې شي . له هغه  وروسته په بېلابېلو افغاني خپرونو کې داستاد قلمي هڅې مقالې او څېړنې نه یوازې زما بلکې  دادب دګڼو لارویانو او عامو افغانانو له پاره دمعلوماتو ترلاسه کولو غوره بېلګې وې چې دپښتو ادب په نن او پرون یې پوره رڼا اچوله .

  دا اودې ته ورته ټولې بېلګې چې استاد مو په کې دیو لیکوال تر څنګ دلیکوالۍ اوټولنیزو اخلاقو ترڅنګ  داخلاقو او سپېڅلتیا دیوه غوره اخلاقي لارښود په توګه پېژندلی وو یا په بل عبارت استاد دژبې او علم داستاد ترڅنګ اخلاقواستاد هم دی دپوهنتون په دوره کې بیا دپښتو څانګې دلوستلو په مهال دا ویاړ هم راپه برخه شو چې داستاد له علم اوفیض نه له نږدې برخمن شو ،استاد به له خپلو کتابونو سره له رسمي ساعت نه لس پنځلس دقیقې وړاندې راته او په ټولګې پسې به ګرځېده او له رسمي پیل وړاندې به یې زموږ پوښتنې ځوابولې او یابه یې زموږ نه دمعلوماتو په موخه بېلابېلې پوښتنې کولې که څه هم دغه پوښتنې به ډېرې ساده وې خو په حقیقت کې ډېرې داسې خبرې چې زموږ ټولګیوال به ورباندې نه پوهېدو ،استاد دنور افغانانو غوندې نه وو چې لسو ته یوولس او یوولسو ته دولس وايی هغه دوخت په قدر ښه پوهېده او وخت یې نه ضایع کاوه .داستاد په خوله به هروخت له درس وړاندې دقرانکریم دغه وینا چې یو شاعر به نظم هم اړولې هر وخت دخپلو خبرو په پیل کې ویله .

 

                              چاچې خپل قدر په خپله وګړګله

                              ستاره دهغه قوم په عروج شوله

                            خدای هم نه بدلوی حال دهغه قوم

                         څوک چې نه بدلوې خپل حالت په خپله

استاد په ډېر ځله په ټولګې کې پیل له نصحتونو وکړ او زده کوونکو ته به یې ویل چې بې له خپل ځان پرته کوم بل خواخوږی نه لری څوچې په خپل ځان رحم ونه کړی بل هېڅوک هم په تاسې رحم نه کړې دهغه په خبرو او نصحت کې به دومره تاثیر او درد وو چې ډېر ځله به زموږ شوخ او یاغي ټولګیوال ورته رام او ارام کښناستل اوخولې به ورباندې راماتې شوې ، دهغه نصحتونه او  اغیز شیندونکې وینا به کله دومره ژوره او اوږده شوه چې زموږ تدریسې ساعت به پای ته رسېدلی ووخو لابه هم څک ورته ناست وو .

 استاد له زړه دردمن وو خو دځان له پاره نه ، هغه هره شېبه ځورېده خو دنورو له پاره او ډېرځله به یې موږ ته خپل تېر تاریخ او ننی پرځېدلی حالت رامخ ته کاوه او په شعوري ډول یې موږ ته دې هڅولو چې له هرڅه نه وړاندې خپل ځان ته متوجه شو ، ځان وپېژنو ځکه څوک چې ځان ونه پېژني نو خدای (ج) نه شي پېژندلی دیوې یا دوو سمسټرونو په اوږدو کې هغه زموږ په یاغي فکرونو کې دومره ارام اوسکون راووست چې خپله هم ورته حیران وو او خپلې نیمکړتیاوې مو په ځان کې له ورایه لیده په همدې سبب دهغه درناوی او احترام زموږ په مینځ کې دومره زیات وو چې له دساعت تفرېح لغوه کول څه چې دهغه تدریسي ساعت ته به مو ګوتې شمارلې چې له خبرو او استادانه ، اخلاقو او نحصتونو یې برخمن شو ډېر ځله به که دهغه په خبرو اونصحتونو څوک اصلاح نه شول نو داستاد په خوله  به دغه بیت ضرور راته چې وايي :

                     خدای دې مین ډېر کړې چې ښېرې کو ي

                         ماته خو نور چل ددعا نه راځي

خو استاد کله هم موږ ته د ناهیلۍ احساس نه دی راکړی هروخت یې زده کړې ،هڅې او په ټوله کې دیوه نېکمرغه ژوند له پاره هڅولي یو په (فونولوژي او مورفولوژي ) کې داستاد پرلپسې لکچرونه او معلومات ټول هغه ګټور درسونه وو چې له سر بل او ستر بل نیولې بیا تر سنټکس (غونډله پوهنه ) او دګرامر تر نورو پراخو برخو پورې یې زموږ سترګې رڼې کړې او داسې یې ورزلو چې باید د هرڅه په وړاندې ځېر و اوسو ، هرڅه ته په غور سره وګورو او هرڅه بې دلیله ونه منو ، استاد که څه هم دعمر په لحاظ ځوان نه دی خو راشه درشه ، ناسته ولاړه  یې له ځوانانو سره وه اودهېواد په ګوټ ګوټ کې یې دځوانانو په غونډو کې ګډون کړی او کوي یې چې داخپله دهغه ټولمنلی شخصیت څرګندوي .

       استاد  موږ ته ددې درس راکاوه چې زموږ داوسنۍ ټولنې زیاته برخه ځوانان دي او ټولنه تر بل هرچا ځوانانو ته اړتیا لري خو کاش چې زموږ دغه ځوانان دعلم اومعرفت په ګاڼه سمبال وی دهغه ارمان هم دغه وو چې تر ټولو وړاندې باید ځوانان په اخلاقي ډول ورزول شي .استاد صمیم دخپلو خبرو او استادانه مجلسونو له لارې زموږ ټولګیوال دومره غلي او خپل کار ته متوجه کړل چې ځینې استادان یې له پوره تهدیدونو او ګواښونو سره سره نه شي کولی ، زه ویلی شم چې هغه دتدریسي اصولو سره سره خپل استادانه اخلاق هم داسې رانغښتي وو چې بېلتون یې دورۍ او نوک غوندې بللی شو .

     دهغه دازموینو پایلې همداسې ښکلې له قناعت نه ډکې او عادلانه وې ځکه چې استاد ټول زده کوونکي داسې روزلي وو چې دکمو نمرو په اخیستو یا په ازموینه کې دپاتې راتلو سره به مو خپله دهغه په وړاندې دشرم احساس کاوه ، استاد به هرسهار چې کله به یې زموږ سره درسي ساعت وو ددې پوښتنه کوله چې څومره مطالعه موکړې ؟ څه موزده کړې ؟ یا ولې مو ونه کړه ؟ استاد ویل چې هرکتاب هرڅنګه چې وې لږ تر لږه په یو ځل کتو خامخا ارزې  او باید چې وکتل شي .دهغه غوښتنه داوه چې هره ورځ باید دیوه کتاب په اړه معلومات تر لاسه کړو ویې ګورو اوپه اړه یې یوڅه ولیکوچې دغه لیکل به هم استاد په ورین تندي ترپایه په پوره حوصله سره کتل .

    همداسې که دهغه دروزنې برخې ته راشو نو تر بل هر استاد له هغه سره نه یوازې محصلینو بلکې د ټولو ځوانانو دروزلو غم وو ، هغه موږ دې ته هڅولو چې یوازې ځان په رسمي چوکاټ ، لکچرونو او نوټونو کې محدود نه کړو ، ازاده مطالعه وکړو په غونډو او کنفرانسونو کې فعاله ونډه واخلو او ادب دیوه محصل په توګه ځان راڅرګند کړو ، استاد دپښتو ادب سره سره له عربي ژبي او ادب سره هم پوره  اشنا دی چې دغه علم اوپوهې هغه ته په پښتو پښویه (ګرامر ) لاښه او تر بل هر استاد او لیکوال ډېره وړتیا ورکړې ده او موږ هم ورڅخه ډېر څه زده کړل ، ده هرو خت موږ ته په کورنۍ دنده کې دیوڅه لیکل زموږ په غاړه اچول او بیا به یې په ورین تندي دسلو یو نیم سلو محصلینو مقالې اوګډې وډې لیکنې  په یوازې ځان په پوره غور سره کتلې ، کتنه به یې ورباندې کوله او تېروتنې به یې ورته په سره کرښه په نښه کوله او ددې ترڅنګ یې په ټولګې کې هم ښېګڼې او بدګڼې په ګوته کولې چې دا واقعا لوړه او پراخه حوصله غواړې چې زه ورته اوس هم  ورته سلام کوم ، هر استاد دمعنوي پلار  حیثیت لري خو د استاد مهرباني اوپه ټولنیز ژوند کې دهغه په څېره اوکړو وړو کې نارینه حیا اودرناوې دومره زیات دی چې زما په څېر دادب دلارویانو او دهغه دعقیدت مندانو په څرګندونو کې نه شي خلاصه کېدی .

    استاد په ټولګې کې دلرو ولایتونو محصیلینوته ځانګړې پاملرنه درلود ده که له یوې خوا دهغوی په ځانګړو لهجو (ګړدود) خبرې کولې نو له بلې خوایې  هغوی زده کړې ته هڅول دهغوی ډېر وړوکی کاربه یې هم لوی ګاڼه او ستایه ځکه چې استاد پوهېده چې نوموړي ګن مشکلات او مجبورۍ شاته پرېښې اوپه څومره مینه دلته ددرس او زده کړې له پاره ناست  دی ، ده به هروخت دزده کوونکو حوصله اوچتوله او موږ یې ناهیلۍ ته نه پرېښودو دهغه دومره درناوی کېده چې موږ به په زوره ساه ویستلو هم وېرېدو چې خدای مه کړه داستاد خبرې پرې نه شي او یاهم وخت ضایع نه کړو ، هغه په ټولګې کې زموږ ګڼې پوښنې چې په کاغذ مو لیکلې وې هم له ځان سره اخیستې او بیا به يې هر کس ته په وخت سره رسولې استاد دخپلو لارښوونو اوهڅونو په پایلو کې چې له مهربانۍ اومینې ډکې وې له موږ نه که پوره لیکوالان نه وو نو نیمه لیکوالان جوړ کړل او لږ تر لږه دې ته یې تیار کړو چې خپلې هیلې او ذهني طرحې دپاڼو په مخ انځور کړو چې دغه لاسته راوړنه دنورو درنو استادانو ترڅنګ تر ټولو زیات داستاد صمیم صیب برکت دی،استاد چې دلسګونو څېړنیزو اوعلمي کتابونو او رسالو لیکوال دی دسیمې په هېوادونوکې دروند او روڼ نوم لري خو کله یې هم له خپل نوم سره مینه نه ده پاللې یاپه بل عبارت شهرت غوښتونکی نه دی ددې له پاره به داثبوت بس وې چې نوموړي څو ګټور علمي اثار په خپل مستعار نامه خپاره کړې او شاید تر اوسه یې هم چاته په دې اړه څه نه وې ويلې او نه یې ددې ویل اړین بللي وي .زه دپښتو ژبې دیوه لیکوال او دادبیاتو دمینه وال په توګه  دصمیم صیب دزیار ، هڅو ، مشورو او نېکو اخلاقو پوروړی یم .او همداسې زما ټول ټولګیوال، او دادب مینه وال درواخله ،خپلې خبرې په دې دعا سره پای ته رسوم چې خدای (ج) دې دپښتو ژبې او ادب داسمان دغه ستوری هروخت ځلانده لري او عمر یې اوږد او په قلم یې برکت شه .

                                                  په درنښت

                                             ګل رحمن رحماني

                                          ۱۳۸۹-۱۰-۱۰جمعه

+ نوشته شده توسط سپين غرويبپاڼه در یکشنبه دوازدهم دی 1389 و ساعت 11:49 |


Powered By
BLOGFA.COM